ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

بلوڅ بېلتونپالو یوځل بیا په یوه برید کې د پاکستان پوځي ځواکونو د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده

0

د پاکستان امنیتي چارواکو د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د بلوڅ بیلتونپالو د برید د مرګ ژوبلې په اړه ضدونقیض معلومات ورکړي دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې امنیتي سرچینو په یو بیان کې ویلي چې د امنیتي ځواکونو د بسونو پر کاروان د وسله والو د برید پرمهال په یوه چاودنه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۲۱نور ټپیان دي. په بیان کې راغلي دي چې دا برید نن (د کب ۲۶مه) د سردار بهادر پوهنتون ته نژدې شوی دی.

د پاکستان پوځ بله خبره کوي. پوځ په یوه بیان کې ویلي چې وسله والو په نوشکي کې د سرحدي ملېشه ځواک د موټرو پر کاروان ځان وژونکی برید وکړ خو بیان زیاتوي چې امنیتي ځواکونو سمدستي د ترهګرو پرضد ځوابي اقدام وکړ او درې وسله وال یې ووژل. پوځ په خپل بیان کې تایید کړې ده چې په برید کې د سرحدي ملېشه ځواک درې سرتېري او دوه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

خو د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند وايي چې چاودنه په نوشکي سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر شوې ده. دا چارواکي وايي د مرګ ژوبلې په اړه به یې وروسته معلومات له رسنیو سره شریک شي.

د دې برید پړه د بلوڅانو د آزادي بښونکي پوځ په نوم د بیلتونپالو ډلې منلې ده. دې ډلې په یوه بیان کې چې نن یې رسنیو ته واستاوه ادعا کوي چې د نوشکي سیمې پر لویه لاره یې د پاکستان د پوځ د بسونو پر کاروان برید کړی او لسګونه سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړې ډله وايي په دې کاروان کې اته بسونه وو، چې په برید کې یې یو په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی. د بیان د ادعا له مخې د پوځي کاروان د بسونو له محاصرې وروسته ټولټال نوي تنه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په بیان کې کې راغلي دي چې دا برید د بلوڅانو د آزادي بښونکي پوځ د مجید د لوا له خوا ترسره شوی دی.

آزادي راډیو د هېڅ یوه لوري له خوا د مرګ ژوبلې په اړه ورکړل شوي معلومات په خپلواک ډول نه شي تاییدولای.

دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې بلوڅ بېلتونپالو د بلوچستان ایالت په بولان سیمه کې د جعفر ایکسپرس نومي اورګاډي سپرلۍ یرغمل کړل او په بدل کې یې د خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه. دې ډلې د نژدې ۳۰ ساعته نښتې په پای کې اعلان وکړ چې د پوځ ۲۱۴ سرتېري او د استخباراتو کارکوونکي یې وژلي دي ځکه پاکستان یې غوښتنه ونه منله.

دې ډلې تایید کړې چې پر اورګاډي د برید او وروسته له امنیتي ځواکونو سره د نښتو پرمهال یې د پنځو ځان وژونکو په ګډون ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د بلوڅانو آزادي بښونکي پوځ او نورو وسله والو ډلو له څو کلونو راهیسې د دې ایالت د آزادولو په هدف د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو پر وړاندې وسله واله جګړه پیل کړې ده.

دا ډله وايي چې د بلوچستان طبیعي زېرمې د بلوڅ د ولسونو دي خو د پاکستان مرکزي حکومت یې پنجاب ته لېږدوي او دوی ته هېڅ نه ورکوي.