ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

سیند اسمبلۍ پر اباسین د ۶ نویو نهرونو جوړولو پروژې ضد پرېکړه لیک منظور کړی دی

0

د پاکستان د سیند اسمبلۍ پر اباسین د نویو نهرونو جوړولو پروژې پرضد قرارداد منظور کړی دی.د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه د مارچ پر ۱۳مه اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې پر اباسین د چولستان کانال په ګډون د شپږو نهرونو جوړول، له سینده د اوبو حق اخیستو معنا لري.

ده وویل، په داسې حال کې چې سیند خپله اوبو ته احتیاج ده، له اباسینه پنجاب ته د نهرونو ایستل یو "غیر قانوني" عمل دی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان او جیو نیوز ټېلېوېژن وايي، وروسته د اسمبلۍ غړو هغه پرېکړه لیک په یوه خوله تایید کړ.

ډان ورځپاڼه وايي، په قرارداد کې غوښتنه شوې ده چې تر هغو چې د سیند په ګډون ټولې صوبې یوې موافقې ته نه وي رسېدلي، د هغې "پروژې په اړه دې ټولې چارې سمدستي ودرول" شي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۵مه د پنجاب اعلاوزیرې مریم نواز شریف او د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د "زرغون پاکستان" په نوم یوه لویه پروژه پرانیسته چې پکې د جنوبي پنجاب د ځمکو خړوبولو لپاره د نویو نهرونو جوړول هم شامل دي.

د پروژې تر اعلان وروسته په سیند کې د واکمن او په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شامل پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي ول چې هغه پروژه نه مني او دا موضوع د پاکستان د ګډو ګټو شورا مخې ته ږدي.

اباسین د پاکستان تر ټولو لوی سیند دی چې له خیبر پښتونخوا، پنجاب او سینده تر تېرېدو وروسته په عرب سمندرګي ورګډېږي.