ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

بلوچستان کې د محاصره اورګاډي خوشې شوو مسافرو څه وليدل؟

0

د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسلوالې ډلې لخوا له محاصره شوي اورګاډي یو شمېر خوشي شوي مساپر کوټې ته رسېدلې او له رسنیو سره یې د خبرو پر مهال ویلي چې له تشدده ډکې صحنې یې په خپلو سترګو لیدلې دي.

دا اورګاډی د مارچ پر ۱۱مه له کوټې، د لاهور په لاره پېښور ته روان و چې ډهاډر سیمه کې د بلوچ لیبرېشن ارمي يا بي اېل اې لخوا تر برید لاندې راغلو.

بلخوا حکومتي او امنيتي چارواکي وايي د پاتې محاصره کسانو د خوشې کولو لپاره یې عمليات روان دي. نور حال د رویټرز خبري اژانس په دې راپور کې: