دفلیپین پخوانی ولسمشر د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکم له مخې نیول شوی دی
د فلیپین پخوانی ولسمشر رودریګو دوترتې Rodrigo Duterte د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکم په اساس ونیول شو.دوترتې د مخدرو موادو پرضد د عملیاتو پرمهال چې د ده د واکمنۍ پرمهال پیل شول او په ترڅ کې یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول، نیول شوی دی. نوموړی د بشريت پرضد په جنایت تورن شوی دی.دوترتې نن (د مارچ ۱۱مه) له هانګ کانګ څخه تر راستنېدو وروسته د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې ونیول شو.دی له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې د فلیپین ولسمشر و.