ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ایران: ۶ کټګورۍ افغان کډوال چې د "سرشمېرنې پاڼه" ولري په دې هیواد کې پاتېدای شي

0
له ایرانه د ټولو افغان کډوالو د ویستلو د مهالوېش د وروستۍ نېټې له رانږدې کېدو سره د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې شپږ کټګورۍ افغان کډوال چې د «سرشمېرنې پاڼه» ولري به دې هېواد کې به د استوګنې اجازه ولري.


د ایران ایسنا خبري اژانس پرون یکشنبه د فبروۍ ۹مه د دې وزارت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د مرکز د رئیس نادر یار احمدي له قوله راپور ورکړی چې دا پرېکړه په ایران کې د افغان کډوالو د قانوني کولو لپاره پراخه هڅه ده.


نوموړي ګواښ کړی چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د حمل له لومړۍ نېټې وروسته به له قانوني اسنادو پرته افغانان روغتیايي مرکزونو او د استوګنې سیمو په ګډون ټولو اړینو خدمتونو ته له لاسرسی بې برخې شي.


ښاغلي احمدي شپږ ډوله کډوالو پاتې کېدو ته په اشارې ویلي چې په دوی کې هغه کسان دي چې یوه هغه جوړه [خاوند او مېرمن] چې یو یې له دوی د ایران د کډوالۍ کارت ولري او یو یې هم د سرشمېرنې پاڼه ولري، دغه راز په دوهمه ډله کې هغه کسان شاملېږي چې خاوند یا مېرمن د سرشمېرنې سند ولري او یا یې هم د کډوالۍ کارت لپاره نوم لیکنه کړې وي او یا هم د دوی اولادونو څخه یو یې د سرشمېرنې پاڼه ولري.


نوموړي ویلي چې په درېیمه ډله کې هغه کسان دي چې پاسپورټ ولري، خو د ویزې موده یې پای ته رسېدلې وي.


دغه راز هغه کسان هم په ایران کې پاتې کېدای شي چې د کار جواز ولري او د سرشمېرنې پاڼه هم ترلاسه کړي.


ښاغلي احمدي ویلي په پنځمه ډله کې د افغانستان د تېر حکومت پخواني دولتي کارکوونکي او پوځیان شامل دي او شپږمه ډله کې هغه کسان شامل دي چې غواړي خپل پخوانی تابعیت لغوه کړي او د ایران تابعیت واخلي.


د ویلو ده چې د سرشمېرنې پاڼه لنډمهاله سند دی چې د ایران حکومت په وروستیو درېیو کالو کې د بې اسناده افغان کډوالو د پېژندنې په هدف صادر کړی و.


د ایران د کورنیو چارو وزارت دې اعلان په دې هېواد کې د افغان کډوالو د هرکلي او اندېښنې سره مخ شوی دی.


په ایران کې مېشت افغان کډوال حفیظ چې په تهران کې کار کوي وايي د پاسپورټ موده یې پای ته رسېدلې او ورته ویل شوي چې دا هېواد پرېږدي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په اوس وخت کې زموږ وضعیت ډېر خراب دی، زموږ سیم کارتونه قطع شوي، کار نه شو کولای، بانکي حساب نه شو خلاصولی، ډوډۍ نه شو اخیستلای، له کوره بیرون نه شو وتلی، له دې هېواده د اخراج له خطر سره مخ یو، ځکه موږ یې ځواب کړي یو، کله چې انسان ډیپورټ شي ټول ژوند یې ګډوډېږي."


خو یوه افغانه مدني فعاله لیدا امیني چې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله او د خپلې یوې لور د تداوۍ لپاره ایران ته تللې وايي دا پرېکړه په ایران کې د دوی پاتې کېدو ته زمینه برابروي: "موږ دلته په ایران کې د استوګنې ټول قانوني اسناد لرو، ټوله کورنۍ مې پاسپورټونه او ویزې لري او زه چې د پنځم ځل لپاره هم واجد شرایط وم د ویزې موده یې راته وغځوله، ځکه چې زما لور دلته تر درملنې لاندې ده او ما په افغانستان کې مدني فعالیتونه کول، دا به زما لپاره خطرناکه وي چې بېرته خپل وطن ته لاړ شو، دا ډېره ښه پرېکړه ده، خو چې دوی په دې خپله خبره ودرېږي او شراط په همدې ډول برابر کړي."


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د سرشمېرنې پاڼه یوازې د روان لمریز کال تر پایه د باور وړ ده او له دې وروسته به یې موده ونه غځول شي.


د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني په دلوې میاشت کې ایراني رسنیو ته ویلي و چې اوس مهال په ایران کې شاوخوا ۶ میلیونه بهرني اتباع ژوند کوي چې ډېری یې افغانان دي.


له بله خوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) اعلان کړی چې د تېر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې تر ډسبمر پورې له یو میلیون او ۲ سوه زره ډېر بې اسناده افغان کډوال له ایرانه افغانستانه ته ستانه کړل شوي دي.


په ایران کې بې اسناده افغان کډوالو په وار وار د تاوتریخوالي او اجباري اخراج په ګډون د بېلابېلو محدودیتونو له امله شکایتونه کړي دي.