ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر: د USAID درې اتیا سلنه پروګرامونه لغوه کوو

0
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو نن اعلان وکړ چې د امریکا حکومت له شپږو اونیو څېړنو وروسته د متحدوایالتونو د نړیوال پرمختګ د ادارې  USAID ۸۳ سلنه پروګرامونه لغو کوي. ښاغلي روبیو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي هغه ۵۲۰۰ قراردادونه چې د لغو کېدو پرېکړه یې شوې، لسګونه میلیارد ډالر پر هغو چارو لګوي چې امریکا ته یې ګټه نه رسېږي او حتی په ځینو مواردو کې زیان وراړوي.


روبیو زیاتوي چې پاتې نور نژدې زر پروګرامونه  به له کانګرس سره تر سلامشورو وروسته په اغېزمن ډول د بهرنیوچارو وزارت له خوا تطبیق شي.


ولسمشر ډونالډټرمپ د جنوري په شلمه د لوړې له مراسمو وروسته په یوه اجرايي فرمان کې د نوي ورځو لپاره د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ایلان مسک په مشرۍ د حکومتولۍ د اغېزمنتوب له ادارې څخه مننه کړې ده. دې ادارې ته د دولتي لګښتونو د کمولو دنده ورسپارل شوې ده.