اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود خو د امریکا همکارۍ یې اړینه وبلله
د بریټانیا صدراعظم وایي چې د امریکا ملاتړ په اوکراین کې د سولې د راوستلو لپاره اړین دی.
کایر سټارمر چې یکشنبه په لندن کې د اوکرایین د ملاتړ لپاره د یوې غونډې کوربه وو، وویل چې اروپا به له اوکراین سره پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي او پر روسیې به بندیزونه زیات کړي تر هغه چې دوامداره سوله او امنیت راشي.