ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

کابل کې امریکا ته د تګ په تمه افغانان: پروازونه مو لغوه شوي او د استوګنې ځایونو د خالي کیدو غوښتنه له موږ شوې

0
په افغانستان کې امریکا ته یو شمېر کیس لرونکي چې د متحده ایالاتو له لوري ورته په کابل کې د استوګنې زمینه برابره شوې وه وايي تازه یې داسې برېښنالیکونه ترلاسه کړي چې له مخې یې باید د استوګنې دا ځایونه خالي کړي.


دوی نن یکشنبې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له وړاندې یې خپل هر څه پلورلي دي او د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.


په همدې حال کې د افغان ایوک ریس په خپله اېکس پاڼه په دې اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي، که موقتي هم دی، له وخت مخکې دی.


امریکا ته د تګ په تمه د یو شمیر کېس لرونکو انديښنې


امریکا ته د تګ په تمه یو شمیر کېس لرونکي وايي، پروازونه يې لغوه شوي او ورته ویل شوي چې هغه کورونه او ځایونه خالي کړي چې وړاندې په کې اوسیدل.


یو له دې کیس لرونکو چې له کابله یې یو درېیم هیواد ته د تګ پرواز لغوه شو او تازه یې برېښنالیک ترلاسه کړی چې له مخې یې باید د مارچ تر ۱۵ مې د استوګنې اوسنی ځای خالي کړي، ازادي راډیو ته د نوم نه ښودل په شرط وویل،" موږ ته یې کور او د اوسېدو اسانتیاوې برابرې کړې، وروسته زموږ پرواز لغوه شو،  اوس موږ ته وايي چې دا ځای باید پرېږدو، نه پوهیږو اوس موږ چرته لاړ شو، د تګ لپاره هیڅ ځای نه لرو، هیڅ سرپناه نه لرو، د کور په ګډون مو چې هر څه لرل هغه مو پلورلي دي".


 




یو بل کس هم چې امریکا ته د تګ کیس لري او نه غواړي په راپور کې یې نوم او غږ خپور شي تایید کړه چې په کابل کې د استوګنې د ځای د خالي کېدو ایمیل یې ترلاسه کړی دی.


په همدې حال کې د افغان ایوک بنسټ چې امریکا ته د افغانانو د انتقال کارونه پر مخ وړي ریس یې شان وان دایور په خپله اېکس پاڼه په دې اړه نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې که دا لنډمهاله اقدام هم وي خو له وخت مخکې دی.


 


هغه پرون شنبه ناوخته د یو برېښنالیک په خپرولو چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې منسوب کړی ویلي چې دغه افغانانو سره ژمنه شوې وه چې دوی به متحده ایالاتو ته انتقالیږي.


 




په برېښنالیک کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د CARE دفتر له لارې، ځینو افغان کډوالو ته لنډمهاله ملاتړ چمتو کوي، خو له کابل څخه د لیږد او د کډوالۍ د بهیر په ځنډیدو سره، د امریکا حکومت نور د استوګنې او اړوند نور ملاتړ توان نلري.


په برېښنالیک کې دا هم ویل شوي چې له همدې امله باید دوی  د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۵مې پورې چمتو شوي کورونه خالي کړي، او دا چې دا نېټه هم نه شي غځول کېدای، خو په کې راغلي چې دا خبرتیا د دوی د کډوالی په کیس هیڅ ډول اغیز نه لري.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې جنورۍ په شلمه  د دریو میاشتو لپاره امریکا ته د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام وځنډاوه.


د امریکا حکومت ویلي دي چې هغه افغانان چې دغه هیواد ته لیږدول شوي دي د امنیت له اړخه په توګه نه دي څېړل شوي.


متحده ایالاتو د هغو زرګونو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې د امریکا د شتون پرمهال یې له متحده ایالاتو سره په بیلابیلو برخو لکه امنیت او پرمختیایي پروژو کې همکاري کړې ده، د "P1، P2، او SIV"  په نوم د کډوالي ځانګړي پروګرامونه پیل کړي وو.