ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په قاهره کې د اسراییل او حماس ترمنځ غیرمستقیم خبرژ پیل شوې

0
په قاهره کې د اسراییل او د حماس د افراطي ډلې ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات پیل شوي، څو د غزې د اوربند د دوهم پړاو د موافقې د سقوط مخه ونیسي.


د اوربند لومړی پړاو، چې ۴۲ ورځې یې دوام درلود، نن (شنبې، د حوت ۱۱) پای ته رسیږي.


تمه وه چې اسراییلي ځواکونه په همدې ورځ د فیلادلفي له محور څخه د وتلو لړۍ پیل کړي او دا بهیر په اتو ورځو کې بشپړ کړي.

خو د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې دا کار به ونه شي.


حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي، خو د دې ډلې ګڼ مشران په قطر کې اوسي.


مصر، چې له حماس سره نژدې اړیکې لري، له امریکا سره یې د اوربند د لومړي پړاو په ترلاسه کولو کې همکاري کړې وه.


دوو مصري سرچینو د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسراییل د ۴۲ نورو ورځو په مخه د اوربند د لومړي پړاو د غځولو نیت لري او د همدې هدف لپاره یې د قاهرې په مذاکراتو کې ګډون کړی.