ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

روسیه واشنګټن ته نوی سفیر لیږي

0
مسکو اعلان کړی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د کړکیچ کمولو د هڅو په لړ کې به واشنګټن ته نوی سفیر واستوي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (۱۰ حوت) وویل چې امریکایي لوري د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې په یوه ناسته کې د روسیې د نوي سفیر په توګه د الکساندر دارچی‌یف د ټاکلو لپاره د تایید اشاره ورکړې ده.


تر دې وړاندې، دواړو لوریو اعلان کړی و چې په استانبول کې یې د هغو اقداماتو پر سر توافق کړی، چې د دوی د سفارتونو او قونسلګریو پر فعالیتونو اغېز لري.


روسیې همداراز وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې، چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې بندې شوې دي، بیا پیل شي.