د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) مشر حامدالحق په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو
د پاکستان د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې نن د جمعې د لمانځه په یو انتحاري برید کې د مولانا سمیع الحق د زوی، مولانا حمیدالحق په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا په دې چاودنه کې یوشمېر نور کسان ټپیان شوې هم دي.