ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025

په پاکستان کې ۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي

0
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په سیند او پنجاب کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

هغې ادارې د فبرورۍ پر ۲۷مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د سیند په قمبر او د پنجاب په منډيي بهاالدین ضلعو کې د ماشومانو د وینو په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی. 


د ګوزڼ د مخنیوي اداره وايي چې له دې سره روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر پینځو ته رسېدلی دی چې ورڅخه یې درې په سیند، یوه په خیبر پښتونخوا او یوه په پنجاب کې ثبت شوې ده. 


تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. 


د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.


دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شو.


تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.


پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.