پاکستان کې د افغان خبریالانو ستونزې څومره جدي شوې دي؟
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو ستونزو ته ځانګړې شوې ده. خبریالان وايي چې د پاکستان حکومت ورته د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر ۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه د وتلو امر کړی دی. دوی فیصله کړې ده چې د حکومتي اقدام پر ضد به د پاکستان په سپریم کورټ کې درخواست دايروي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۳۰۰ خبریالان پاکستان ته کډه شوي ول چې پکې نېږدې ۲۰۰ يې کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو ته تللي دي. بشپړه خپرونه وګورئ.