ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

افغانستان کې ږلۍ او سېلابونو له ۳۰ زیات کسان وژلي دي

0
د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو له ۳۰ زيات کسان وژلي او لسګونه یې ژوبل کړي دي.

په فراه ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې د فبرورۍ پر ۲۵مه وويل چې په پشتکوه ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان مړه او پينځه ژوبل شوي دي. خو په سیمه کې ځینو نورو سرچینو مشال راډیو ته وویل چې په فراه کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو شمېر له ۲۳ تنو اوښتی او ځینې کسان ورک هم دي.


بلخوا د کندهار ولايت چارواکي وايي چې د فبرورۍ پر ۲۵مه د کندهار ښار په پينځمه ناحیه کې د ناڅاپي سېلاب له کبله درې نجونه مړې شوې دي.


د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې په یوه بله اعلامیه کې ویلي دي چې په کندهار کې د یوې بلې کوچنۍ ماشومې سېل وړی جسد هم موندل شوی دی. داراز چارواکو د کندهار په اوومه ناحیه کې د یو کور د چت د نړېدو په پېښه کې د څلورو تنو مړینه تایید کړې ده.


د فراه او کندهار ترڅنګ په هېلمند، بادغیس او نورو سیمو کې هم ږلۍ، پرله پسې بارانونو او په ځینو سیمو کې توپان او سېلابونو يوشمېر خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.


په ۲۰۲۴ز کال کې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي ناورینونو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ۲۰۲۴ز کال د اګست په پیل کې ویلي ول چې په افغانستان کې پروسږنیو بارانونو او سېلابونو تر ۸۳،۰۰۰ زیات کسان اغېزمن کړي ول.


په افغانستان کې تېر کال بې وخته بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل.


ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.


پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې د اب و هوا بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی.


ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه په نړیواله غونډه کې ویلي ول چې افغانان د اقلیمي بدلون له ویجاړوونکو ګواښونو سره مخامخ دي.


ملګرو ملتونو ویلي هغه مهال ول چې افغانستان د هغو هېوادونو په قطار کې پر شپږم ځای دی چې د اب و هوا بدلون زیات اغېزمن کړي دي.