ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26
27
28

ډبلیو.ایف.پي: افغانستان سره د مرستو کمښت تر ډيره ښځې اغیزمنې کړې دي

0
په افغانستان کې د بشري وضعیت او اقتصادي ستونزو په اړه د اندېښنو په دوام د خوړو نړیوال پروګرام " ډبیلو ایف پي" ویلي د بودجې له کمښت او له روان خوراکي ناورین څخه تر ټولو زیات، افغان میرمنې ځوریږي.


ډبیلو ایف پي پرون سې شنبه د فبرورۍ ۲۵ په یو  ویډیويي بیان کې چې په اېکس پاڼه یې خپور شوی، افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په دوام ټینګار کړی دی.


د ډبیلو ایف پي د اسیا پاسفیک سیمه ییز مسول سمیر وانملي په دې ویډیو بیان کې ویلي دوی باید ډاډ تر لاسه کړي چې نړیواله ټولنه افغانان نه هیروي.


د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې اعلان کړی  چې د بودجې د کمښت له امله به وتوانیږي چې په روان ژمې کې د ۱۴ میلیونه اړمنو افغانانو له ډلې یوازې ۷ میلیونو ته خوراکي مرستې ورسوي.


په ورته وخت کې یو شمېر افغان میرمنې وايي، د ښځو په کار د طالبانو له بندیز وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


د بلخ ولایت یوه اوسېدونکې چې مخکې یې په یوې رسنۍ کې کار کاوه خو اوس وزګاره ده او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل " له کومه وخته چې زه بې کاره شوې یم زموږ اقتصادي وضعیت ورسره ډېر خراب شوی دی، زه هغه څوک وم چې د کورنۍ مسولیت مې درلود، پلار مې مړ شوی او د ټولې کورنۍ مسولیتونه ماته راپه غاړي دي، ان د مور او د ورونو لګښت او خوراک زما پر غاړه دی، خو اوس چې ژمی دی او زموږ اقتصادي ستونزې هم زیاتي دي نه شم کولای چې د کورنۍ اړتیاوې مې پوره کم."


د کابل یوې اوسېدونکې فریبا هم ازادي راډيو سره په خبرو کې د ورته ستونزو یادونه وکړه "د ژمې په نیمايي کې زموږ د ډبرو سکاره خلاص شوي دي، اوس اوبه ګرموو او په یوه بوشکه کې یې اچوو او بوشکه تر بړستې لاندې کوو، تر څو ماشومان مو ګرم شي، د وړو او غوړیو خو هیڅ پوښتنه مه کوي، که اوړه اخلو، وریجې پاتې کیږي، که وریجې اخلو غوړي او بوره پاتې کیږي، درې معلول ماشومان لرم، چې پمپر، میوې او ښه خوراک ته اړتیا لري خو یوه ته هم نه شم رسېدای."


په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمټې د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي دي چې په دې هیواد کې میلیونونه کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.


دې کمېټې تازه په یوې اعلامیه کې دا خبرې د سره صلیب دعمومي ریس پیرکراهنبول په حواله چې افغانستان ته یې سفر کړی وو کړې دي.


د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي دي، خو واک ته له رسېدو وروسته یې د زده کړو په ګډون د ښځو په کار پراخه محدودیتونه لګولي دي.


د یو شمیر نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ د ښځو پر کار د بندیز له امله په کلني ډول افغانستان ۱ عشاریه ۴ ملیارده ډالره اقتصادي زیان کوي.


دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې بې وزلي او بې کاري ډیره پراخه شوې او خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې وروستیو کې ویلي، په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې به په افغانستان کې کابو ۲۲،۹ میلیونه وګړي، چې د دې هېواد د وګړو نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.