سپنتا: د جګړې طرفدار نه یم، د افغانستان موضوع باید د مذکراتو سره حل شي
د افغانستان د ملی امنیت پخوانی سلاکار، رنګین دادفر سپنتا، ازادي راډیو سره په یوه ځانګړی مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د جګړی پلوی نه دی، او غواړي په دې هیواد کې "ټول ګډونې او مسول حکومت" د خبرو له لارې جوړ شي. ښاغلی سپنتا دا خبره د "هرات امنیتی ډایالوګ"، په څنډه کې وکړه. دا غونډه د اسپانیا په مرکز مادرید کې جوړه شوی وه.