په خوست کې په زرګونو نندارچیانو د کرکټ پای لوبه لیدلې ده
د خوست د تریزیو په لیرې پرته سیمه کې د کرکټ پای لوبه شوې ده. د لوبو جوړوونکو کوونکو د دې سیالیو هدف د ځوانانو د ورزشي استعدادونو ښه کول، له نشه يي توکو څخه راګرځول، ترمينځ يې د اړېکو ټينګښت او د یوې او بلې سیمې سره اشنايي پیدا کول بللې ده. په ټورنامېنټ کې د ولایت د بېلابېلو سیمو ۹۰ لوبډلو برخه اخیستې وه او د پای لوبې نندارې ته يې له مختلفو سيمو خلک ورغلي ول. د نجیب الله الوخېل ويډيو