اتلانو جام: پاکستان هند ته د ۲۴۲ منډو هدف ورکړی دی
د هند او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چیمپیینز ټرافۍ) په سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شوې دي.
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې د فبرورۍ ۲۳مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
د پاکستان بیټرانو تر نهم اوور پورې نسبتاً ورو لوبه وکړه او د بابر اعظم او امام الحق تر سوځېدو وروسته محمد رضوان او سعود شکیل مجموعي منډې تر ۱۵۱ ورسولې. رضوان په ۴۶ منډو وسوځېد او ورپسې ژر په ۶۲ منډو اوټ شو.
تر دې وروسته په وقفو، وقفو د پاکستان بیټران سوځېدل او ټوله لوبډله یې په ۵۰م اوور کې په ۲۴۱ منډو وسوځېده.
د هند کلدیپ یادو درې، هردېک پنډیا دوه او هرشت رانا، اکشر پټېل او روېندرا جدېجا یوه، یوه وېکټه واخیسته.
پاکستان د اتلانو جام د سیالیو کوربه دی خو هند هغه هېواد ته د لوبډلې له استولو انکار وکړ نو ځکه د هغې لوبډلې ټولې سیالۍ په دوبۍ کې کېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې اسټرالیا انګلستان (انګلینډ) ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه. د لاهور په قذافي لوبغالي کې د سیالۍ پچه اسټرالیا وګټله خو لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.
د انګلستان لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۱ منډې وکړې. بېن ډکېټ ۱۶۵، جو روټ ۶۸ او جاس بټلر ۲۳ منډې وکړې. د اسټرالیا بېن ډوارشس درې او مارکوس لېبوشېن او ایډم زیمپا دوه، دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د اسټرالیا دوه لوبغاړي ژر وسوځېدل خو وروسته میټ شارټ او لېبوشېن توپوهنې ته دوام ورکړ او د لوبډلې مجموعي منډې یې تر ۱۲۲ وروسولې. لېبوشېن ۴۷ او شارټ ۶۳ منډې وکړې. البته جاش انګلېس ۱۲۰ او الېکس کیري ۶۹ منډې وکړې. ګلېن میکسوېل په وروستیو اوورونو کې چټک بیټېنګ وکړ او اسټرالیا ټاکلی هدف په ۴۸م اوور کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د اتلانو جام په سیالیو کې اته غوره لوبډلې برخه اخلي چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې دي.
دا په تېرو ۲۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستان د کرکټ د بېلابېلو ملي لوبډلو د نړیوالو سیالیو کوربه شوی دی.
د فبرورۍ پر ۲۴مه د بنګلادېش او نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.
د اتلانو د جام پایلوبه د مارچ پر نهمه کېږي او په پاکستان کې د سیالیو لپاره د کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ لوبغالي غوره شوي دي او د دې لپاره حکومت ټول لوبغالي بیا رغولي دي.