په خوست کې چایخانې په زیاتېدو دي
په وروستیو کې په خوست کې چایخانې او د کافي څښلو ځایونه زیات شوی دي چې ګڼ ځوانان د بنډارونو، خوشالیو لمانځلو او د دمې لپاره ورځي. د افغانستان په ښارونو او د لویو لارو شاوخوا ته چایخانې پخوا هم وې، خو اوسنۍ هغه عصري جوړې شوې دي او پکې د چای تر څنګ کافي او نور خواړه هم وي. د چایخانو مالکان وايي، هلته د خلکو ورتګ ورځ تر بلې زیاتېږي. ویډیويي راپور.