بوري کې فعالانو د چاپېریال ساتنې په موخه ۸۰ کېلومیټره پلی مزل کړی
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه بوري (لورالايي) کې د یوې ناحکومتي ټولنې غړو او پلویانو د ونو او بوټو کښېنولو او د ځنګلونو او ژویو خوندي کولو په اړه د پوهاوي لپاره اشر کړی دی. د دې لپاره د اشر غورځنګ ګډونوالو د فبرورۍ پر ۲۰ شاوخوا ۸۰ کېلومیټره درې ورځنی پلی مزل بشپړ کړ او په بوري کې یې یوه څېړنغونډه جوړه کړې وه. د هغه غورځنګ ګډونوالو خپل فعالیت په ۲۰۱۹ز کال کې له ژوبه پیل کړی وو او تر اوسه یې په پښتون مېشته سیمو کې زرګونه ونې کښېنولې دي. ویډیويي رپورټ.