ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28

ډ فرانسې ولسمشر په خپل هیواد کې د چاقو برید تروریستي عمل وباله

0
د فرانسې ولسمشر وايي چې د دغه هیواد په ختیځ کې د چاقو برید، چې یو کس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، «ترهګرۍ» عمل دی.


امانویل مکرون د شنبې (۴ کب) په ورځ وویل چې په مولوز ښار کې د یو کس له خوا پر پولیسو د چاقو برید بې شکه یو ترهګریز عمل دی.


د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د موضوع د څېړلو لپاره مولوز ته تللی او هلته به وینا وکړي.


د فرانسې څارنوالي وایي، شکمن کس د برید پر مهال "الله اکبر" شعار ورکړی و.


د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه په ځايي وخت د شنبې مازیګر ۴ بجې د جرمني پولې ته نژدې په مولوز ښار کې شوې.


د مولوز څارنوالي وایي، د برید عامل ۳۷ کلن الجزایری سړی دی چې نیول شوی، او وژل شوی کس یو ملکي وګړی و چې هڅه یې کوله مداخله وکړي.


د مولوز ښاروال میشل لوتز هم په فېسبوک کې لیکلي: "وحشت زموږ ښار نیولی دی."


ویل کېږي چې بریدګر د پولیسو مرکز ته ورغلی و، چې باید د خپل توقیف په اړه یو سند لاسلیک کړي، خو له دې کار یې انکار وکړ، یوه دوکان ته وتښتېد او هلته یې له پولیسو سره شخړه وکړه.


د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې شخړه کې یو پولیس افسر په غاړه کې، بل په سینه کې ټپي شوی، درې نور افسران برسېرن ژوبل شوي، او یو ملکي کس چې د مداخلې هڅه یې کوله، د چاقو په برید وژل شوی دی.


راپورونه وايي چې بریدګر له اوږدې مودې راهیسې تر نظر لاندې و او د ترهګرۍ د خطر له امله د څارل کېدونکو کسانو په لېست کې شامل و.