ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28

طالبان: زده کوونکي دې اسماني رنګه کميس او پرتوګ واغوندي او ورسره دې سپينه خولۍ په سر کړي

0
په ننګرهار ولایت کې یو زده کوونکی وايي، دی د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له خوا د نوي یونیفورم د خبر په اورېدلو حیران دی چې ولې د دې ډول پرېکړو پر ځای د کتابونو او درسي موادو برابرولو ته پاملرنه نه کیږي.


هغه له ازادي راډيو  سره په خبرو کې وویل، "زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې پر یونیفورم د تمرکز پر ځای باید موږ ته درسي مواد برابر کړي، ځکه زده کوونکی ان یو کتاب هم نه لري، زموږ د کورنیو اقتصاد ښه نه دی، باید د درسي موادو برابرولو او مسلکي ښوونکو ته پاملرنه وشي."


مرتضی، چې د کابل ښار د یو ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی دی، هم د طالبانو  دې اقدام اندېښمن کړی وايي، ممکن دا پرېکړه یې ښوونځي سره لیوالتیا کمه کړي وايي،


 




"موږ تل له پتلون او کمیس سره ښوونځي ته تللي یو او دې یونیفورم سره عادت شوي یو، موږ نشو کولی کميس پرتوګ او لونګۍ سره ټولګي ته ولاړ شو او درس ووایو، دا اقدام ښايي زموږ لیوالتیا ښوونځي سره کمه کړي."


ښوونکي څه وا‎يي؟


د ننګرهار یو ښوونکی، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې ياد شي، د غږ د بدلون په شرط يې ازادي راډیو ته وويل، "که چېرې یو استاد له دې کاليو سره د ټولګي ته راشي او زده کوونکو ته تدریس وکړي، ایا دا به د زده کوونکو پر ذهن منفي تاثیر ونه لري؟ چې لري یې! نو باید داسې یونیفورم انتخاب شي چې مثبت تاثیر ولري نه منفي، بله دا چې باید په دې اړه له ښوونکو او زده کوونکو سره مشوره شوې وای او نظرونه یې اخیستل شوي وای."


 




د طالبانو نوی یونیفورم څه دی؟


تازه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د نوي یونیفورم په اړه یوه لایحه تصویب کړې، چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خوا منظور شوې او د دولتي او خصوصي ښوونځیو پر ښوونکو او زده کوونکو يې د تطبیق ټینګار شوی.


د طالبانو حکومت ځینو سرچینو، چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌ غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډيو ته د دې لايحې کره والى تأیید کړی دی.


د دې لایحې له مخې، د طالبانو حکومت د نارینه زده کوونکو او ښوونکو لپاره یو نوی یونیفورم معرفي کړی، چې دوی یې د کميس او پرتوګ په اغوستلو او د خولۍ  او لونګۍ په پسرولو مکلف کړي.


د لایحې په ټکو هغه زده کوونکي چې له دې لایحې سرغړونه وکړي، لومړی به ورته توصیه وشي، او که بیا هم سرغړونه تکرار کړي، نو د کورنۍ د غړو په حضور کې به ترې تعهد واخیستل شي.


په دې لایحه کې، چې د یونیفورم د رنګ او اندازې جزئیات هم ذکر شوي، راغلي دي چې د لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې د دولتي ښوونځيو زده کوونکي باید  اسماني رنګه کميس او پرتوګ واغوندي او ورسره سپينه خولۍ په سر کړي.


د لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي باید سپین رنګ کمیس او پرتګو ولري او لونګۍ  سره په سر کړي.


 




د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د دې لایحې موخه "د نظم رامنځته کول، د زده کړې او منلو روحیه پیاوړې کول، د بېوزلو او شتمنو زده کوونکو ترمنځ د توپیر کمول، د زده کوونکو او د ټولنې د نورو غړو څخه  ترمنځ توپیر کول او د اسلامي جامې فرهنګ پیاوړی کول" ښودلي دي.


په لایحه کې زیاته شوې، چې خصوصي ښوونځي کولای شي د یونیفورم لپاره خپل ځانګړی رنګ وټاکي، خو باید د عمومي لارښوونو پیروي وکړي، او د طالبانو د نظارت او ارزونې ریاست د دې یونیفورم د تطبیق مسوولیت لري.


د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ښوونکو ته هم لازمي کړې چې باید کميس او پرتوګ واغوندي او لونګۍ په سر کړي.


په لایحه کې ټینګار شوی، چې د زده کوونکو او ښوونکو جامې باید ډېرې لنډې، ډېرې اوږدې، ډېرې نری او یا ډېرئ تنګئ نه وي.


ایا طالبان هغه پخوانی یونیفورم بیرته راستنوي؟


دا نوی یونیفورم له هغه کاليو سره ډېر ورته والی لري، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، د ۱۹۹۰مو کلونو په پای کې په زده کوونکو او ښوونکو لازمې شوې وې.


د زده کړو د برخې یو شمیر فعالان له دې ډلې ناهید سادات د طالبانو پر دې تګلارې نيوکه کوي وايي، دا هڅه ده، چې د طالبانو حکومت غواړي پر بنسټ یې د ښوونځیو سیستم ختم کړي او پر ځاى يې د مدرسو سيستم ځاى کړي.


نوموړې آزادي راډیو  سره د خبرو کې وویل، "د دوی (طالبانو) هدف دا دی، چې ښوونځي او مدرسه باید یو شي. دوی غواړي چې د افغانستان د ښوونځیو سیستم له منځه یوسي. دوی غواړي هغه مقررات، چې د مدرسو په زده کوونکو تطبیقېږي، د ښوونځیو زده کوونکو باندې هم تطبیق کړي. دوی نه غواړي چې د افغانستان خلک د نورو هېوادونو د خلکو په څېر وده وکړي او ښه ځای ته ورسیږي."


دا اقدام په داسې حال کې شوى، چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلی واکمنېدو ورسته، لومړی نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع، او  بیا یې له پوهنتونو هم را وګرځولې.


ورسته یې د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې هم بدلونونه راوستل، چې د طالبانو دا اقدامات له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي او سخت غندل شوي دي.