اتلانو جام: د هند او بنګلادېش لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې دي
د هند او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چیمپیینز ټرافي) په سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شوې دي.
د دوبۍ په لوبغالي کې د فبرورۍ ۲۰مې د سیالۍ پچه بنګلادېش وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.
پاکستان د اتلانو جام د سیالیو کوربه دی خو هند هغه هېواد ته د لوبډلې له استولو انکار وکړ نو ځکه د هغې لوبډلې ټولې سیالۍ په دوبۍ کې کېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ اووره سیالۍ کې کوربه پاکستان ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه.
د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د فبرورۍ ۱۹مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه. نیو زیلینډۍ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۰ منډې وکړې.
ټام لېتم ۱۱۸م منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو، وېل ینګ ۱۰۷ او ګلېن فېلېپس ۶۱ منډې وکړې. د پاکستان نسیم شاه او حارث رووف دوه، دوه او ابرار احمد یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۸م اوور کې په ۲۶۰ منډو وسوځېده او لوبه یې وبایلله. خوشدل شاه ۶۹، بابر اعظم ۶۴ او سلمان علي اغا ۴۲ منډې وکړې. د نیو زیلینډ وېل اورورکې او مېچل سینټنر درې، درې او میټ هېنري دوه وېکټې واخیستې.
د اتلانو جام په سیالیو کې اته غوره لوبډلې برخه اخلي چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې دي.
دا په تېرو ۲۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستان د کرکټ د بېلابېلو ملي لوبډلو د نړیوالو سیالیو کوربه شوی دی.
د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د فبرورۍ پر ۲۱مه په کراچۍ کې له یو بل سره سیالي لري.
د اتلانو د جام پایلوبه د مارچ پر نهمه کېږي او په پاکستان کې د سیالیو لپاره د کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ لوبغالي غوره شوي دي او د دې لپاره حکومت ټول لوبغالي بیا رغولي دي.