بلوچستان کې وسلوالو له یو بسه ۷ تنه ښکته کړي او وژلي دي
چارواکي وايي، وسلوالو د بلوچستان په بارکان کې له مساپر لېږدوونکي بس څخه اووه تنه ښکته کړي او وژلي یې دي.
د بارکان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) وقار خورشید عالم خبریالانو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ د ۱۸مې او ۱۹مې ترمینځ شپې مهال له کوټې څخه پنجاب ته تلونکی بس په رکڼۍ تحصیل کې ودراوه، ورڅخه یې مساپر ښکته کړل او د هغوی د شناختي کارډونو تر لیدو وروسته یې اووه تنه وویشتل.
دی وايي، وژل شوي کسان د پنجاب د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي ول.
په سیمه کې د لېویز ځواک چارواکو پاکستانیو رسنیو ته ویلي دي چې د وژل شویو کسانو جسدونه یې د رکڼۍ روغتون ته لېږدولي دي.
پر مساپرو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو امنیتي چارواکي زیاتوي چې په سیمه کې یې د وسلوالو لټون پیل کړی دی.
په بلوچستان کې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي. د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې وسلوالو په موساخېلو ضلع کې له مساپر لېږدوونکي ګاډي څخه کسان ښکته کړي ول او ۲۳ تنه یې وژلي ول. تر دې مخکې په مې میاشت کې وسلوالو په ګوادر کې د مزدورانو پر یو استوګنځي برید کړی وو او هلته یې تنه وژلي ول چې د چارواکو په وینا، ټول د پنجاب اوسېدونکي ول.
په بلوچستان کې د بېلتونپالو بلوڅ وسلوالو په ګډون یوشمېر ډلې فعاله دي او په هغه صوبه کې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې امنیتي وضع خرابه ده او وسلوال وخت په وخت پر امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو بریدونه کوي.
د فبرورۍ پر ۱۶مه په جنوبي ښار قلات کې د لېویز ځواک پر پوسته په برید کې یو سرتېری ووژل او دوه تنه ژوبل شول.
تر دې مخکې، د جنورۍ په پای کې وسلوالو د قلات په منګوچر کې د سپرلیو پر یو ګاډي برید وکړی وو چې پکې ۱۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول. وسلوالو تر برید وروسته په قلات کې د یو بانک ودانۍ هم سوځولې وه. بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغه برید ذمه واري منلې وه.
تر دې وروسته د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر بلوچستان ته ولاړ او هلته یې د وسلوالو ډلو د ختمولو هوډ تکرار کړ.
د پاکستان امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت په بلوچستان کې وسلوالو ته د درنو مرګ ژوبلو اړولو ادعاوې کوي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جنورۍ پر ۱۳مه په یو بیان کې دعوه کړې وه چې د بلوچستان په کچي سیمه کې یې ۲۷ وسلوال وژلي دي.
تر هغه وړاندې بلوڅ وسلوالو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۱۶مه د اووه امنیتي عسکرو د وژلو او ۱۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې وه.