ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د دوام ملامتي پر اوکراین اچولې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ظاهره په اوکراین کې د روسیې د یرغل په تړاو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ملامت کړی دی.
ټرمپ ویلي، دی پر دې " خواشینی " دی چې زلنسکي په سعودي کې د امریکایي او روسي چارواکو په خبرو کې له ګوښه پاته کېدو شکایت کړی دی.