ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

اسلام اباد مېشتو افغانانو له امریکا غوښتي چې د ورتګ لړۍ دې پیل کړي

0
امریکا ته د تګ په انتظار  په اسلام اباد کې مېشتو افغانانو په امریکايي  حکومت غږ کړی دی چې د دوی د ايستلو لړۍ دې بېرته پیل کړي.

دا غوښتنه د فبرورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې يوې غونډې پر مهال شوې چې پکې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسګونه افغان کډوال ګډون کړی وو.


د غونډې یوې ګډونوالې بختورې منګلې مشال راډیو ته وویل چې دوی په اسلام اباد کې له هراړخیزو مشکلاتو سره مخامخ دي.


"زموږ درې کاله وشو چې دلته یو، له هرې خوا مشکلات ډېر دي. اقتصادي مشکلات دي، نیول کېدنه بله ستونزه ده، برخلیک مو نه دی معلوم او ماشومان مو بې زده کړو پاتې دي."


دا په داسې حال کې ده چې یو پلو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د دې کډوالو د ايستلو لړۍ درولې ده او بل پلو د پاکستان حکومت دغو کډوالو ته ویلي چې د مارچ تر ۳۱مې پورې دې له پاکستانه ووځي.


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې تر لوړې وروسته یوشمېر اجراییوي فرمانونه لاسلیک کړي ول چې ورڅخه یې یو هغه هېواد ته د کډوالۍ بهیر ځنډوي. په سلګونو افغانان چې په امریکا کې یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه منل شوي دي اوس له یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ ښکاري. 


دا هغه کډوال دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له خپله هېواد وتلي ول او امریکا، اروپايي او نورو هېوادونو ته د تلو په انتظار دي.


 




 


پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.


په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.


د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی.


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر درې میلیونه پورې افغانان په پاکستان کې پراته دي.