ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20
21
22
23
24
25
26
27
28

د برما ښځې د یوې ونې پوټکی د خپل پوستکي ښایست لپاره کاروي

0
لکه څنګه چې پښتنې ښځې د غوز پوټکی (دنداسه) د شونډو سرو کولو لپاره کاروي نو همداسې د میانمار (برما) ښځې هم له پېړیو راهیسې د یوې ځانګړې ونې له پوټکي د تناکا په نوم یو ډول کریم جوړوي او په مخ یې پورې کوي. دوی وايي، له دې سره یې د مخ پوستکی ښایسته کېږي او د لمر په وړانګو له سوځېدو ژغورل کېږي. د برما د فرهنګي چارو اداره وايي، د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او فرهنګي چارو څانګې ته غوښتنلیک ورکوي چې تناکا نړیوال میراث وګرځوي. د اسوشيټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.