ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20
21
22
23
24
25
26
27
28

د اوکراین د جګړې په اړه امریکا او روسیه په سعودي کې خبرې کوي

0
امریکایي چارواکي وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې یو ډیپلوماتیک پلاوی د خبرو لپاره سعودي عربستان ته استوي.


د ازادې اروپا آزادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د دغه پلاوي د سفر هدف په اوکراین کې د نژدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له اوکراین او روسیې سره د خبرو پیلول دي. یوشمیرچارواکو امریکایي رسنیو ته پرون شنبې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، او د منځني ختیځ لپاره استازی سټیو وټکاف به په دې خبرو کې ګډون وکړي. د امریکا یي چارواکو په وینا، د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازی کیت کیلاګ په دې پلاوي کې نه دی شامل.


امریکایي چارواکو خبریالانو ته دا هم وویل چې په خبرو اترو کې د نورو متحدانو د استازو د شاملولو کوم پلان نشته.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۱۲ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له ټیلفوني خبرو وروسته وویل چې دوی دواړو په دې سلا کړې چې په سعودي عربستان کې سره وګوري.