د جرمنی څارنوالي وایي تورن افغان د "اسلامي انګېزې" له مخې پر خلکو موټر خیژولی دی
د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان مهاجر دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو وروستی دی.
د پولیسو په وینا، د دې برید تورن ۲۴ کلن افغان مهاجر دی، چې د یوې دوه کلنې ماشومې په ګډون یې لږ تر لږه ۳۶ کسان ټپیان کړي. په ټپیانو کې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.