پښین: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د برېښنايي پارچاو او ګیس کمښت ضد احتجاج کړی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو په پښین کې ځايي خلکو ته د ورپېښو مسایلو د هواري لپاره احتجاج کړی دی.
د فبرورۍ پر ۱۳مه په پښین کې د ګوند ویاند علي محمد کلیوال مشال راډیو ته وویل، د بجلۍ د پارچاوۍ (لوډشیډنګ)، د ګیس کم فشار او د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو په اداره (نادرا) کې پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د هواري غوښتنه کوي.
مظاهرچیانو وویل، که چارواکو یې مسلې حل نه کړې نو احتجاجونو ته دوام ورکوي.
د برېښنا او اوبو چارو ادارې (واپډا) ځايي مشر سجاد احمد تر احتجاج وروسته مشال راډیو ته وویل چې د قانون له مخې هغو خلکو ته بجلي ورکوي چې بېلونه یې ورکوي.
البته د ګیس او نادرا چارواکو لا د پښین د خلکو د ستونزو او احتجاج په اړه څه نه دي ویلي.
په پاکستان کې اکثر په ژمي کې د ګیس لګښت زیاتېږي او د یخنۍ له وجې یې په نللیکو کې فشار کمېږي.