ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د کورمې اوسېدونکي: د سولې موافقه دې ژر عملي شي

0
د کورمې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د روان کال په پیل کې په سیمه کې د سولې موافقې د عملي کولو لپاره چټک او کوټلي اقدامات وکړي. په هغه موافقه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د ترینګلتیا ختمولو لپاره په سیمه کې د مورچو ختمولو، وسلو غونډولو، لارو پرانیستو او د امن خرابوونکو پرضد د کاروایۍ پرېکړې شوې وې. د خیبر پښتونخوا حکومت هغه پرېکړې تایید کړې وې او د عملي کولو ژمنه یې کړې وه. په کورمه کې د ۲۰۲۴ز کال له اکتوبر راهیسې په تاوتریخوالي او بریدونو کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي، پاړه چینار ته تلونکې لارې تړلې دي او په بګن کې د عملیاتو له وجې یوشمېر کورنیو کډې هم کړې دي. په وروستیو کې په کواټ کې د سنیانو او شیعه ګانو مشرانو د سرکاري جرګې په کوربه توب په سیمه کې پر امنیت خبرې وکړې. د جرګې غړو مشال راډیو ته وویل چې په هغه ضلع کې د وضعیت سمولو ته ژمن دي. د نبي جان او ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ.