په کابل کې د کور او ښار جوړونې له وزارت سره چاودنه شوې ده
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې په کابل کې د کور او ښار جوړونې وزارت له ودانۍ سره چاودنې دوه تنه وژلي او درې کسان ژوبل کړي دي.
د وزارت ویاندې محمد کمال افغان رسنیو ته ویلي دي چې د طالبانو حکومتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۱۳مه یو مشکوک بریدګر د وزارت ودانۍ ته تر داخلېدو مخکې وواژه چې پر مهال یې چاودنه وشوه.
دی وايي، په پېښه کې د مشکوک ځانمرګي بریدګر په ګډون دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم رسنیو ته ویلي چې چاودنه تر غرمې مخکې شوې، خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا چاودنه تر هغې دوه ورځې وروسته شوې چې د فبرورۍ پر ۱۱مه په شمالي ولایت کندوز کې په ځانمرګي برید کې د طالبانو د حکومت په وینا پینځه تنه ووژل او اووه ژوبل شول.
د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې خلکو د سې شنبې (نهې) پر سهار شاوخوا اته بجې په کابل بانک کې تنخاګانې اخیستې چې ځانمرګي بریدګر چاودنه وکړه.
د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغه برید مسوولیت منلی وو.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ پر ۱۰مه په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او بیا د هغوی د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل چې طالبان د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او دا چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مرکزونه ختم شوي دي.
د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ویلي دي چې د داعش ډلې ګواښ یې تر ډېره له مینځه وړی دی.
په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ګڼو حملو ذمه واري منلې چې پکې یې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د هغوی د کډوالو چارو د پخواني سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي هم په نخښه کړي دي.
داعش ډلې د ۲۰۲۴ز په مارچ کې په کندهار کې د يو بانک مخې ته د هغه ځانمرګي برید مسووليت هم منلی وو چې پکې درې تنه وژل شوي ول.
داعش له دې پرته په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو په ګډون پر نورو مذهبي لږکیو هم خونړۍ حملې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر ۲۲مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په څېر د وسلوالو ډلو په "خوندي ځای" اوښتی دی.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه رپورټ رد کړ او و یې ویل چې هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.