هوتي: خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ وجه ناسمه ریاستي تګلاره ده
د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي په صوبه کې پر زیاتېدونکې ناامنۍ اندېښنه ښوولې ده. هغه د فبرورۍ پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په مومندو کې د عدم تشدد د فلسفې لاروي باچا خان د ۳۷م او د ګوند د پخواني مشر عبدالولي خان د ۱۹م تلین په مناسبت ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې د ناامنۍ زیاتېدو لامل د ریاست ناسمه تګلاره ده. حکومت لا د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي او د وسلوالو پرضد هدفي عملیات روان دي. ویډیويي رپورټ.