داعش په کندوز کې د ځانمرګي برید ذمه واري منلې
د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې د فبرورۍ ۱۱مې د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
د فرانسې خبري اژانس د فبرورۍ پر ۱۲مه خبر ورکړی چې داعش ډلې پر ټېلېګرام پر اعماق چینل په بیان کې ویلي دي چې حمله یې د طالبانو د حکومت پر هغو غړو کړې چې کابل بانک ته د خپلو تنخاګانو ترلاسه کولو لپاره ورغلي ول.
د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې خلکو د سې شنبې (نهې) پر سهار شاوخوا اته بجې په کابل بانک کې تنخاګانې اخیستې چې ځانمرګي بریدګر چاودنه وکړه.
د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار رسنیو ته وویل چې په برید کې پینځه تنه وژل شوي او اووه ژوبل دي.
اخوا په کندوز کې د طالبانو لږ تر لږه دوو سرچینو د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې په برید کې له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې کسان وژل شوي.
خو خاکسار د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د وژل شویو په شمېر کې بدلون نه دی راغلی او د ژوبلو روغتیايي وضعیت هم د ډاډ وړ دی.
په کندوز کې برید تر هغې یوه ورځ وروسته وشو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او بیا د هغوی د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل چې طالبان د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او دا چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مرکزونه ختم شوي دي.
د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ویلي دي چې د داعش ډلې ګواښ یې تر ډېره له مینځه وړی دی.
په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ګڼو حملو ذمه واري منلې چې پکې یې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د هغوی د کډوالو چارو د پخواني سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي هم په نخښه کړي دي.
داعش ډلې د ۲۰۲۴ز په مارچ کې په کندهار کې د يو بانک مخې ته د هغه ځانمرګي برید مسووليت هم منلی وو چې پکې درې تنه وژل شوي ول.
داعش له دې پرته په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو په ګډون پر نورو مذهبي لږکیو هم خونړۍ حملې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر ۲۲مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په څېر د وسلوالو ډلو په "خوندي ځای" اوښتی دی.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه رپورټ رد کړ او و یې ویل چې هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.