ایرانی ډپلوماټ: د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو شخړه د خبرو له لارې حل شوې ده
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست، علي رضا بیکدلي، وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو اوږدمهاله شخړه د وروستیو بریالیو خبرو اترو له لارې حل شوې ده.
نوموړي ویلي، د طالبانو د حکومت چارواکو ایران ته ډاډ ورکړی چې د سیستان او بلوچستان ولایت د اوبو د ستونزې په حل کې به لازمه همکاري وکړي.