د لومړیو توکو پر بیو د ډالر د بیې لوړېدو اغېز
د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ډالرو نرخ د افغانیو په وړاندې لوړ شي، د لومړنیو توکو بیې هم سمدیستي لوړېږي، خو چې ډالر بېرته راټیټ شي، د دغو خوراکي توکو بیې ورسره نه راټيټېږي.
دوى له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته د خوراکي توکو د بیو د کنټرول غوښتنه کوي.