د امریکا د ملي امنیت سالاکار: طالبان د ملګرو ملتونو په تړونونو کې لاسوهنه کوي
د ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز تازه له امریکایي رسنۍ اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې ادعا کړې ده چې طالبان په افغانستان کې دملګرو ملتونو په قراردادونو کې لاسوهنې کوي. مخکې طالبانو تل ویلي چې افغانستان ته هر ډول مرستې د ملګرو ملتونو له لارې تر اړمنو رسول کېږي.