ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستانه د "ترهګرۍ ګواښ" په اړه ځانګړې غونډه کوي

0
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ پر ۱۰مه له افغانستانه د "ترهګرۍ" او په ځانګړې توګه د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې د ګواښ په اړه غونډه وکړي.

امنیت شورا وايي، په غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور وړاندې کېږي.


په راپور کې راغلي چې داعش ډله د افغانستان دننه او بهر یو "لوی ترهګر ګواښ" پېښوي. 


د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د داعش ډلې ګواښ یې تر ډېره له مینځه وړی دی. 


په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ګڼو حملو ذمه واري منلې چې پکې یې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د هغوی د کډوالو چارو د پخواني سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي هم په نخښه کړي دي. 


داعش له دې پرته په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو په ګډون پر نورو مذهبي لږکیو هم خونړۍ حملې کړې دي. 


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر ۲۲مه په خپل رپورټ کې ویلي ول چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په څېر د وسلوالو ډلو په "خوندي ځای" اوښتی دی.


خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه رپورټ رد کړ او و یې ویل چې هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.