په افغانستان کې د سرطان ناروغان د درملنې د محدودو امکاناتو له ستونزو سره مخ دي
نن د فبرورۍ څلورمه د سرطان نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په نړیواله کچه د سرطان د مخنیوي، تشخیص، او درملنې په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان او کورنۍ یې د درملنې د محدودو امکاناتو له امله شکایت لري.