ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

په صوابۍ کې د ناامنۍ، نشه‌يي توکو او د بجلۍ لوړو نرخونو ضد احتجاج شوی

0
صوابۍ ایکشن کمېټۍ نن (د فبرورۍ پر دریمه) د امنیت خرابېدو، د نشه‌يي توکو د مخنیوي، او د بجلۍ د لوړو بیو پر ضد یو ځل بیا احتجاجي مظاهره وکړه. د مظاهرې ګډونوال وايي، چې په سیمه کې ناامني زیاته شوې او خلک د نشه‌يي توکو د پراخېدونکي کاروبار له امله اندېښمن دي. همداراز، دوی غوښتنه کوي، چې د سیمې خلکو ته دې برېښنا په مناسب او ارزانه نرخ ورکړل شي. د صوابۍ پولیسو ویلي، چې د ناامنۍ مخنیوي او د نشه‌يي توکو د کنټرول لپاره کوټلي اقدامات کوي، ترڅو د خلکو اندېښنې حل شي. ویډیویي رپورټ.