د بشري حقونو مدافعانو ټولنه: د طالبانو له خوا د دیني عالمانو نیول غندو
د طالبانو له خوا د بېلابېلو برخو فعالانو د نیولو د زیاتوالي په تړاو د اندېښنو په دوام، د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د طالبانو له لوري د یو شمېر دیني عالمانو تازه نیونې غندلي او د طالبانو له زندانونو یې د طالبانو د منتقد، دیني عالمانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.
دې بنسټ د یکشنبې په ورځ ناوخته د فبرورۍ په ٢ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نیول شوي دیني عالمان د نجونو د زدهکړو، ټولنیزې همغږۍ، د ټولو لپاره د قانون حاکمیت، د تبعیض له منځه وړلو او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو ملاتړ کاوه.
په اعلامیه کې زياته شوې، هغه غوښتنې چې دیني عالمانو مطرح کړي، د ټول افغانستان د خلکو غوښتنې دي او هیڅوک حق نه لري د خلکو له ارادې او غوښتنو بېاحترامي وکړي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې دیني عالمان، مدني فعالان او روڼاندې ژر تر ژره له زندانه خوشې کړي او له هر ډول سپکاوي او توهین څخه ډډه وکړي.
سربېره پر دې، په اعلامیه کې له ملي بنسټونو، رسنیو او فرهنګي او سیاسي شخصیتونو غوښتنه شوې چې د دغو کسانو د ازادۍ دفاع وکړي او د هغوی غږ نړیوالو ته ورسوي.
د بشري حقونو فعالان او حقوقي کارپوهان ازادي راډیو ته وايي، چې طالبان غواړي خلکو ته دا پیغام ورکړي چې دوی د اعتراض او له خپلو حقونو د دفاع اجازه نه لري.
شهرزاد اکبر، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې ازادي راډيو ته وويل
حقوقي کارپوه فاروق عظیم هم وايي، د طالبانو له لوري دا ډول اقدامات هېڅ د عدالت د تأمین هیله ژوندۍ نه پرېږدي.
"ده دیني عالمانو نه وسله لرله، نه يې تاوتریخوالی کړی و، یوازې یې د رژیم د بدلون غوښتنه کړې وه، خو طالبان چې یو استبدادي نظام دی، هېڅ ډول انتقاد نه شي زغملای. استبداد او ظلم د طالبانو په زندانونو کې دوام لري، او د عدالت د تامین هېڅ هیله نشته."
د دې غبرګونونو لړۍ وروسته له هغې پیل شوه چې د طالبانو استخباراتو تېره اوونۍ درې دیني عالمان عبدالقادر قانت، محمود حسن او عبدالعزیز شجاع ونیول.
سرچینې وايي، دا عالمان د طالبانو پر سیاستونو د نیوکو له امله نیول شوي دي.
د محمود حسن ورور ازادي راډیو ته ویلي، حسن د طالبانو استخباراتو نیولی، شکنجه کوي یې او روغتیايي وضعیت یې خراب دی.
نوموړي د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د ده د ورور د خلاصون لپاره بېړني اقدامات وکړي.
د دې ترڅنګ، په بامیان کې د "افق جدید" د زدهکړو مرکز مسوول سلیمان احسانی هم د طالبانو لخوا نیول شوی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، یوتیوبر رحیم سعیدي او خبریال مهدی انصاري هم دا مهال د طالبانو په بند کې دي.