ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

ای او ایم: زموږ په نوم جعلي پاڼې د کډوالۍ د کیسونو لپاره له خلکو پیسې غواړي

0
د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM  خبرداری ورکړی چې د دوی په نوم جعلي ټولنیزې پاڼې جوړې شوي او د کډوالۍ د کیسونو په بدل کې له خلکو پیسې غواړي.


آی او ام نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د کډوالۍ د دوسیو په تړاو هېڅ مسوولیت نه لري.


د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دا جعلي پاڼې ادعا کوي چې د P-1 او P-2 مرکې د پیسو په بدل کې ترسره کوي.

P1 او P2 قضیې د امریکا د کډوالۍ لپاره دي چې له لارې یې د امریکا د قراردادي شرکتونو افغان کارکوونکي کولای شي د امریکا د بشردوستانه ویزو غوښتنې وکړي.


د طالبانو په بیا واکمنېدو سره امریکا د افغان ژباړونکو او مستقیمو کارکوونکو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو SIV سربېره د امریکا د قراردادي شرکتونو افغان کارکوونکو ته د P1 او P2 ویزې هم پیل کړې.


ګڼ افغانان له دې لارې امریکا ته تللي خو لا هم زیات شمېر افغانان په افغانستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو دوسیو د پروسس په تمه ناست دي.