ru24.pro
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د اسراییل صدراعظم د غزې او ایران په اړه د خبرو لپاره د امریکا له ولسمشر سره ویني

0
د اسراییل د صدراعظم دفتر وایي چې بینامین نتانیاهو به د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته په سفر کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه د غزې تړانګې، د یرغملو او همدارنګه له ایران سره د تړلو ټولو نیابتي ډلو په اړه خبرې وکړې.


د نوموړي دفتر متحدو ایالتونو ته د اسراییل د مشر دغه سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي چې هغه د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو وروسته ورسره ګوري.


 ټاکل شوې دواړه مشران به د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.  په دې کتنه کې به


د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې په غزه کې د نافذ شوي اوربند له مخې د یرغملو د څلورم پړاو تبادلې له بشپړیدو وروسته د غزې د اوربند د دوهم پړاو په اړه خبرې اترې وشي.


نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د منځنی ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر له استازي سټیو ویټکوف سره خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې خبرې اترې به هغه وخت پیل شي کله چې دوی په واشنګټن کې سره وګوري.


په غزه کې د نافذ شوي اوربند د ۴۲ ورځو لومړی پړاو راتلونکې میاشت پای ته رسیږي.


په دوهم پړاو کې د پاتې یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د دایمي پای ته رسیدو مسایل شامل دي.