په لاهور کې پولیسو د یوټیوبر له کوره د زمري بچی ضبط کړی
د پاکستان په لاهور کې له یو یوټيوبر رجب بټ څخه پولیسو د زمري یو بچې په ناقانونه توګه د ساتلو په سر ضبط کړی. د زمري هغه بچې د ښې پاملرنې لپاره د لاهور یو ژوبڼ ته وروړل شوی چې هلته یې اوس ښه خیال ساتل کېږي. بټ ته د زمري بچې یو ملګري د واده په موقع ډالۍ کړې وو. تفصیل د اې اېف پي خبري اژانس په ویډيويي راپور کې وګورئ چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.