علي وزیر بیا تر یوې میاشتې بندي کړل شو
د بلوچستان د بلوڅ مېشتې حب ضلعې انتظامي مشرې یا ډېپټي کمېشنرې روحانه ګل کاکړې د جنورۍ پر ۳۰مه تر هغه سمدستي وروسته د عامه نظم د ګډوډۍ په تور د نوموړي د نيولو امر وکړ چې ځايي عدالت د علي وزير خلاف په وروستۍ مقدمه کې هم د هغه د خوشې کولو حکم وکړ.