ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2025

د اسلام اباد پولیسو په تیرو دوو ورځو کې نژدې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

0
په اسلام اباد کې د افغان کډوال شورا وايي، په دې ښار کې د افغان کډوال د نیولو لړ بیا تیزه شوې ده.


د دې شورا مشر ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، پولیسو په تیرو دوو ورځو کې د ماشومانو په ګډون په لسهاوو افغانان نیولي دي.


خو د پاکستان حکومت وايي، یوازې هغه کډوال نېسې چې په دې هېواد کې د پاتې کیدو قانوني اسناد نه لري. خو بیا کډوال د پاکستاني چارواکو دا خبره ردوي.


"که چیرته د دوی مقصد د بې اسناده افغانانو نیول وي، نو ولې د دوی په کورونو کې المارۍ او بکسونه تلاشي کوي او د کور سامانونه یې ورته ګډوډوي ".




په پاکستان کې میشته افغانه خبریاله مینه اکبري ده، وايي، په تیرو دوو ورځو کې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیول لړۍ بیا تیزه شوې ده.


هغې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، "پاکستاني پولیس هغه کسان چې د ویزې لپاره یې اپلای کړې وي، نورو هېوادونو ته د تګ په تمه د دې هېوادونو د سفارتونو لیک او اجازه خط لري او هغه کسان چې د یو این ایچ سی ار توکن لري نیسي او زنداني کوي ".


له دې وړاندې په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوالو ویلي وو، د اسلام اباد پولیس هغه افغانان هم نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کیدو قانوني اسناد لري.


خو پاکستاني چارواکي وايي، دوی یوازې هغه افغان کډوال نیسي چې قانوني اسناد ونه لري.


په اسلام اباد کې د افغان کډوال شورا بیا د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو نیولو ته اندېښنه ښودلې او وايي، "دې لړۍ په اسلام اباد کې میشت افغان کډوال ورخطا او اندېښمن کړي دي ".


د دې شورا مشر میوند علمي د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، "د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې پولیسو تر ۴۰ ډیر افغان کډوال یوازې په اسلام اباد کې نیولي دي ".


 




پاکستان د دوی په خبره، د بې اسناده افغان کډوالو د نیول لړۍ د روانې جنورۍ له پیله پیل کړې ده.


د علمي په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې تراوسه له ۵۵۰ ډیر افغان کډوال د پولیسو له خوا نیول شوي چې له دې ډلې ۳۵۰ یې بیرته افغانستان ته ډيپورټ شوي دي.


د ناورې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ لس ورځې وړاندې ویلي و، پاکستان ۸۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.


پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کې له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړه.


د بشري حقونو سازمانونو په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او په زرو یې افغانستان ته د ستنول پر وړاندې غبرګون ښودلی وو او له اسلام اباده یې غوښتي و، چې هر څومره ژر کیږي دا لړۍ ودروي.