د متقاعدینو ملي ورځ، خو متقاعدین بیا وایي، درې کاله یې پیسې نه دي اخیستي
نن د دلوې د میاشتې لسمه په افغانستان کې د متقاعدینو له ملې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په ۲۹ د تېر جمهوري حکومت پر مهال د متقاعدینو د ملي ورځې په نوم ونومول شوه او د هغه مهال حکومت ژمنه کړې وه چې د متقاعدینو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.