د خوړو نړیوال پروګرام وایي د مرستو کمښت ښايي میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ کړي
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي چې که د افغانستان لپاره په بشري مرستو کې کمښت راشي نو په روان ژمې کې به ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم د یو فرمان په لاسلیکولو ټولې بهرنۍ مرستې يې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې وې. د ملګرو ملتونو د شمیرو ترمخې په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو له ۴۰ فیصده زياته برخه امریکا برابره کړې وه. منورشاه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو رپورټ جوړ کړی دی.