ru24.pro
World News in Pashto
Январь
2025

پاکستاني پوځ وايي بلوچستان کې یې د وسلوالو برید شنډ کړی

0
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان ایالت کې یې د وسله والو یو برید شنډ کړی دی.


پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې اسلامپالو وسله والو هڅه کوله په چاودېدونکو توکو بار یو موټر په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د پوځ په پوسته کې والوزوي، خو بیان زیاتوي چې د پوځ سرتېرو د بریدګرو مخه ونیوله او په نتیجه کې یې موټربم د پوستې له دېوال سره ولګېد او وچاودېد.


د پوځ د بیان له مخې په دې برید کې دوه پاکستاني سرتېرې ووژل شول.


د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وخت ناوخته پر پوځ او امنیتي ځواکونو حملې کېږي چې مسوولیت یې یا د پاکستاني طالبانو تحرک ټي ټي پی او یا د بلوڅ بېلتونپالو د پوځ په نوم ډله مني.