په افغانستان کې نیول شوی کاناډایی له دوه نیمې میاشتې زندان وروسته ازاد شوی
په افغانستان کې یو لادرکه شوی کاناډایی ازاد شوی دی. که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو کاناډایي چارواکو خبر ورکړی چې دغه پخوانی پوځي، د قطر په منځګړیتوب افغانستان کې ازاد او دوحې ته رسیدلی دی.